IQNA

 په افغانستان کې د ترهه ګرۍ خطره هماغه شان باقي پاتې ده

16:59 - September 05, 2023
د خبر لمبر: 3487910
ایکنا-(واشنګټن) په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان ووئيل، له افغانستانه د امریکائي عسکرو له وتلو وروسته  په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ خطره هماغه شان پخپل ځاي باقي پاتې ده.

 ایکنا د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړ، په امریکا کې د پاکستان سفیرمسعود خان په یولړ څرګندونو کې  په دغه هیواد  کې د ناکراریو زیاتیدا ته په اشارې سره  ووئيل، له افغانستانه د امریکائي پوځیانو له وتلو وخت راهسې ، په پاکستان کې په ډيرو ترهه ګرو حملو کې څه دپاسه یو زر پنځه سوه کسان وژل شوي  او  دغه راز په زرګونو نور ټپیان شوي دي .

په امریکا کې د پاکستان سفیر  په دې خبرې کولو سره چې  دامریکائي پوځیانو له وتلو وروسته  په افغانستان کې  دترهه ګرۍ خطره هماغه شان شته ، ووئيل،  اسلام اباد او واشنګټن  فیصله کړې ده ، اوسني ګواښونه  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې د ملګرتیا له لارې له مینځه یوسي. 

د پاکستان سفیر په دغو څرګندونو کې وئيلي دي ،د سیمې درست ثبات دافغانستان له وضعیّت  سره اړوندیږي او پاکستان  او امریکا په وروستیو دوو کلونو کې په امنیتی حوزې کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په ساتلو کې بریالي  شوي دي .

له دې مخکې  هم د پاکستان حکومتی او پوځي چارواکو په دغه هیواد کې د حملو د زیاتیدا مسئولیّت د افغانستان په اوږو وراچولی دی او په دې ادعا سره چې کابل  دپاکستان په ضد د افغانستان له خاورې د نه استفادې لپاره خپل مسئولیّت  نه اداکوي،، په افغانستان کې  ئې د پوځي عملیاتو دترسره کولو په باب خبرداري  ورکړي  دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138090

captcha